جمعهخان فاتح، په بدخشان کې د افغانستان د اوسني حکومت له نارضه قوماندانانو څخه یو، ادعا کړې چې د حکومت مشرتابه، په ځانګړي ډول د دفاع وزیر، د پاکستان پر وړاندې د هر ډول پوځي اقدام په پرېکړه کې د هند له موافقې پرته ګام نه اخلي. هغه د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې لیکلي: «دفاع وزیر تر هغې وخته پورې چې له خپلو نویو ملاتړو په هند کې شین څراغ ترلاسه نه کړي، حتی یو مرمۍ هم د پاکستان پر لور نه شي ویشتلای.» دا ادعا په داسې وخت کې شوې چې پاکستان ویلي د «غضب الحق» عملیاتو په چوکاټ کې یې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو ځینې سیمې د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي. اسلاماباد ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې ۲۵ وسلهوال وژل شوي او څو پټنځایونه او د وسلو زېرمې له منځه وړل شوې دي. خو افغان لوري د دغو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د سرحدي سیمو په بمبارۍ کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او دا یې د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض بللی دی. د جمعهخان فاتح دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تر دې مخکې هم راپورونه خپاره شوي وو چې هندي انجنیران په افغانستان کې د بېلابېلو پروژو، په ځانګړي ډول د بېپیلوټه الوتکو د جوړولو په چارو کې همکاري کوي، خو دغه راپورونه تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.



