سه شنبه, جون 30, 2026
سه شنبه, جون 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګواښ بللی دی. د یاد وزارت په اعلامیه کې، چې د یکشنبې په ورځ د جون په ۲۹مه خپره شوې، راغلي چې د پاکستان هوايي بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. هند دغه بریدونه «ښکاره تېری» بللی او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې د افغانستان پر حاکمیت مستقیم برید ګڼل کېږي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې د پاکستان دغه کړنې د بې‌پروا چلند د دوامدارې تګلارې څرګندونه کوي او اسلام‌اباد هڅه کوي خپلې کورنۍ ناکامۍ د خپلو پولو هاخوا د تاوتریخوالي له لارې نورو ته انتقال کړي. د هند حکومت د دغو بریدونو له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، د ټپیانو د ژر تر ژره روغتیا هیله یې کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه خپل ټینګ ملاتړ څرګند کړی دی.

- Advertisment -spot_img