سه شنبه, جون 30, 2026
سه شنبه, جون 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپايي ټولنې د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له وروسته، اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید هېڅکله د بریدونو هدف ونه ګرځي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د دوشنبې په ورځ په خپلې اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د نړیوال بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو اصول باید په ټولو حالاتو کې په بشپړه توګه رعایت شي. یادې استازولۍ له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې زغم خپل کړي، د تاوتریخوالي د لا پراخېدو مخه ونیسي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، تېره شپه د پاکستان د هوايي بریدونو په پایله کې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې ۳۶ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

- Advertisment -spot_img