د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني احمدزي د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې پر پکتیکا، پکتیا او کونړ د پاکستان پرلهپسې بریدونه یوازې امنیتي پېښې نه دي، بلکې د افغانستان د اوسني وضعیت او راتلونکې په اړه د ژور ملي تفکر غوښتنه کوي. غني په فېسبوک کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، افغانان حق لري چې د هېواد د امنیت، د ملي حاکمیت د پرلهپسې نقض او د هېواد د روانې انزوا په اړه پوښتنې وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې له نړیوالې ټولنې څخه لېرې شوی او دا انزوا د هېواد د اوسنیو ستونزو له مهمو لاملونو څخه ده. پخواني ولسمشر زیاته کړې، چې د افغانستان د بحرانونو د حل لپاره باید هېواد خپله نړیواله بېطرفي په رسمي او عملي ډول اعلان کړي او بهرنی سیاست یې د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم شي. اشرف غني همداراز د یوې پراخې ملي اجماع پر رامنځته کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان راتلونکی یوازې د ملت په اراده، ملي یووالي او د عزت، خپلواکۍ او ملي ګټو پر بنسټ سیاستونو سره خوندي کېدای شي. نوموړي ویلي، چمتو دی چې د افغانستان د ملي اجماع او له نړۍ سره د هېواد د بېرته نښلولو په برخه کې له هېڅ ډول امتیاز غوښتنې پرته خپله ونډه ترسره کړي.



