د امریکا د جنوبي ایران پر هدفونو له وروستیو بریدونو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که داسې وخت راشي چې واشنګټن نور د “زغم” پالیسي ونه کاروي، نو د هغه په وینا د ایران اسلامي جمهوریت به نور شتون ونه لري. ټرمپ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شوي چې ایران د هغه په وینا د اوربند تړون بیا ځلي نقض کړی دی. هغه زیاته کړې چې “ډېره احتمال لري چې هغوی هېڅکله عبرت وانخلي.” نوموړي همدارنګه ویلي چې کېدای شي داسې حالت رامنځته شي چې امریکا نور د زغم پالیسي ونه ساتي او اړ شي هغه پوځي عملیات چې پیل شوي، په بشپړ ډول پای ته ورسوي. ټرمپ خبرداری ورکړی چې که داسې وضعیت رامنځته شي، د ایران اسلامي جمهوریت به له سختو پایلو سره مخ شي.



