- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سکاټلنډ د ښځو د حقونو له امله له افغانستان سره دوه اړخیزې لوبې نه کوي

د سکاټلنډ کريکټ بورډ اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو له امله به له افغانستان سره د کريکټ دوه اړخیزې لوبې نه کوي او یوازې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په سیالیو کې به ورسره مخامخ شي.
د سکاټلنډ کريکټ بورډ ویلي، تر هغه چې د افغانستان د ښځو د کرکټ او د بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ بدلون نه وي راغلی، له افغانستان سره به په خپله خوښه هېڅ لوبه نه تنظیموي.
د دې پرېکړې له مخې، سکاټلنډ به یوازې د نړیوالې شورا په سیالیو کې د اړتیا پر مهال له افغان لوبډلې سره لوبې کوي، چې په کې تمریني لوبې هم شاملې دي.
د سکاټلنډ کريکټ بورډ د افغانستان له کرکټ بورډ سره د خپلو اړیکو د بیا ارزونې بهیر د روان کال په دوبي کې پیل کړی و. د بورډ د نوې تګلارې له مخې، د سکاټلنډ نارینه او ښځینه لوبغاړو ته هم د دوشنبې په ورځ خبر ورکړل شوی دی.
سره له دې، سکاټلنډي لوبغاړي جورج منسي ته به، که د افغانستان غوره لیګ د نړیوالې شورا اجازه ترلاسه کړي، په دې سیالیو کې د ګډون لپاره د نه‌مخالفت سند ورکړل شي.
تر دې مخکې د اسټرالیا او انګلستان کريکټ ادارو هم د ښځو په اړه د طالبانو د حکومت د تګلارو له امله له افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو په اړه ورته دریځ خپل کړی و.
افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کريکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، خو تر هغه وخته یې د ښځو ملي لوبډله او د ښځو د کرکټ د ودې اړوند جوړښتونه نه لرل. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لا خراب شوی دی.

- Advertisment -spot_img