- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو خپل پخوانی جګپوړی غړی معتصم اغا جان بېرته خوشې کړی

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دغې ډلې د پخواني جګپوړي غړي معتصم اغا جان د نیول کېدو په اړه راپورونه رد کړل.
ځايي سرچینو بیا ویلي ، چې طالبانو نوموړی د هغه د مدرسې له محاصرې وروسته حوزې ته انتقال کړی او بیا یې خوشې کړی.

د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د اغا جان د اوسېدو پر ځای د برید یا د هغه د نیولو لپاره هېڅ ډول عملیات نه دي شوي.

يادې قوماندانۍ ادعا کړې، چې د معتصم اغاجان کور ته نږدې یې د تلاشۍ پوسته یوازې د علماوو شورا د غونډې د امنیت نیولو لپاره جوړه کړې وه او د هغه مدرسه یې نه ده محاصره کړې.

خو باوري سرچینو د طالبانو د څرګندونو له خپرېدو وروسته ټینګار وکړ، چې نوموړی نیول شوی و.

د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو د څو ناپېژانده مېلمنو له ورتګ وروسته د هغه مدرسه او د اوسېدو ځای محاصره کړل او هغه یې امنیتي حوزې ته انتقال او وروسته خوشې کړ.

معتصم اغا جان د طالبانو د لومړي رژیم د مالیې وزیر و او د دغې ډلې د پخواني مشر ملا عمر نږدې کس ګڼل کېده.

هغه وروسته په کوټه کې د طالبانو د سیاسي کمېټې مشري پر غاړه لرله، خو د کرزي له حکومت سره د سیاسي خبرو اترو د ملاتړ او د جګړې د دوام د مخالفت له امله د طالبانو له اصلي بدنې څخه جلا شو.

اغا جان په وروستیو کلونو کې هم څو ځلې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو له چلند او تعقیب سره مخ شوی دی.

د طالبانو استخباراتو په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په کابل کې د هغه پر کور برید کړی و او د روان کال د وري په ۲۷مه یې هم هغه د یو څه وخت لپاره نیولی و او پوښتنې ګروېږنې یې ترې کړې وې.

- Advertisment -spot_img