- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نغمې؛ له طالبانو د نجونو د زده‌کړو بندیز د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

د افغانستان مشهورې سندرغاړې نغمې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او هغوی ته د زده‌کړو او پرمختګ زمینه برابره کړي. نوموړې دا څرګندونې د امریکا د ویرجینیا ایالت په یوه کنسرت کې کړې دي، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت جوړ شوی و.
نغمې ویلي، افغان نجونې باید له زده‌کړو بې‌برخې نه شي او د نورو انسانانو په څېر د زده‌کړې او له خپلو اساسي بشري حقونو د برخمنېدو حق لري. هغې ټینګار کړی چې ښځو او نجونو ته باید د زده‌کړو او فعالیت زمینه برابره شي، څو خپل استعدادونه وښيي او په ټولنه کې ونډه واخلي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې ښځینه محصلانې هم له پوهنتونونو منع کړې. افغانستان اوس یوازینی هېواد بلل کېږي چې نجونې او ښځې پکې له لومړنۍ زده‌کړې پورته له رسمي زده‌کړو محرومې دي.
د یونسکو د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، شاوخوا ۱.۴ میلیونه نجونې لا هم له منځنیو زده‌کړو محرومې دي او که له مخکې له ښوونځیو پاتې نجونې هم حساب شي، د زده‌کړو له محرومو افغان نجونو شمېر نږدې ۲.۵ میلیونو ته رسېږي.
د ښځو او نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه وروسته روغتیايي زده‌کړو ته هم وغځول شول. نړیوالو سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې دغه محدودیتونه لرې کړي او خبرداری یې ورکړی چې د نجونو د زده‌کړو دوامدار بندیز به د افغانستان پر راتلونکي، اقتصاد او روغتیايي نظام منفي اغېزې ولري.

- Advertisment -spot_img