د جرمني حکومت وايي، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د هغو افغان ښځو نږدې ۹۵ سلنه د پناه غوښتنې دوسیې چې پرېکړې پرې شوې، د ملاتړ وړ بلل شوې او په دغه هېواد کې یې د استوګنې حق ترلاسه کړی دی.
د جرمني حکومت د پارلمان د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د افغان ښځو د پناه غوښتنې د دوسیو د لوړې کچې منل کېدو له مهمو لاملونو څخه د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر حکم دی. د دغه حکم له مخې، پر ښځو پراخ محدودیتونه د ځورونې او تعقیب په معنا ګڼل کېدای شي او د افغان ښځو جنسیت او تابعیت د پناه غوښتنې د دوسیو په ارزونه کې مهم عوامل بلل کېږي.
د جرمني د «ولت» ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د افغان وګړو له ۸۹ سلنې ډېرې د پناه غوښتنې دوسیې منل شوې دي؛ په داسې حال کې چې د ایراني پناه غوښتونکو د منل کېدو کچه شاوخوا ۴۲ سلنه وه.
په همدې موده کې جرمني ته د پناه غوښتنې له ۳۹ زرو ډېرو لومړنیو غوښتنلیکونو ثبت شوي، چې د تېر کال د همدې مودې د څه باندې ۷۲ زرو غوښتنلیکونو په پرتله نږدې نیمایي کموالی ښيي. په ټوله کې د جرمني د پناه او کډوالۍ فدرالي ادارې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې شاوخوا ۴۷ سلنه دوسیې منلې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې دغه کچه شاوخوا ۳۷ سلنه وه.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)