د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که واشنګټن له افغانستان سره اړیکې ونه ساتي، چین او روسیه به د امریکا تشه ډکه کړي.
خلیلزاد له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان ټیکاو د امریکا په ګټه دی او واشنګټن نه غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د نړېدو او ګډوډۍ پر لور ولاړ شي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې ګډوډي کولای شي د تېر په څېر د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي او د امریکا پر وړاندې ګواښونه زیات کړي.
خلیلزاد ویلي: «زما له نظره، که موږ اړیکې ټینګې نه کړو او د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره هڅه ونه کړو، زموږ سیالان به دا تشه ډکه کړي. چین افغانستان ته داخل شوی او هڅه کوي چې د دغه هېواد پر طبیعي زېرمو واک ترلاسه کړي. روسیه هم ډېره فعاله ده.»
هغه ټینګار کړی چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره له دغه هېواد سره اړیکې وساتي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)