د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، له بنګلهدېش سره باید سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې لا پیاوړې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، متقي دا څرګندونې په کابل کې د بنګلهدېش د دیني عالمانو، سوداګرو او صنعتکارانو له یوه پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.
متقي ویلي، په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره زمینه برابره ده او د نوموړي په وینا، په هېواد کې امنیت هم ښه شوی دی.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا او د ګډو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو پر اړتیا خبرې کړې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)