د امریکا «سيبياېس نیوز» په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې طالبان لا هم هغه امریکايي پوځي وسایل کاروي چې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو لپاره برابر شوي وو.
د راپور له مخې، د طالبانو وسلهوال په کابل کې په امریکايي زغروالو موټرو کې ګزمې کوي، امریکايي پوځي جامې او وسایل اغوندي او امریکايي وسلې هم له ځان سره لري.
سيبياېس نیوز وايي، د امریکا د دفاع وزارت د تېر کال د شمېرو له مخې، د افغان ملي اردو له پرځېدو وروسته شاوخوا ۷ میلیارد ډالره پوځي وسایل او وسلې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
راپور زیاتوي چې طالبانو له دغو وسایلو څخه په کابل کې د پوځي نندارو پر مهال هم کار اخیستی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي سيبياېس ته ویلي چې دغه پوځي وسایل اوس د افغانستان د دولت شتمني ګڼل کېږي او طالبان یې د بېرته سپارلو په اړه له امریکا سره د معاملې اراده نه لري.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)