- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

حوثیان د یمن مهم بندر «مخا» ته رسېدلي

د ایران له ملاتړه برخمن حوثیان د یمن د سره سمندرګي پر غاړه د ستراتیژیک بندري ښار مخا کنټرول ته رسېدلي او د باب‌المندب تنګي پر لور یې خپل پرمختګ چټک کړی دی.

رویټرز د یمن د حکومت د څلورو پوځي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې حوثیان د یمن د لویدیځې ساحلي سیمې د نیولو په هڅه کې دي او د مخا ترڅنګ د ذباب ښار پر لور هم د پرمختګ په حال کې دي.

مخا د باب‌المندب تنګي ته نږدې موقعیت لري. دغه تنګی د سره سمندرګي او عدن خلیج ترمنځ مهمه سمندري لار ده او د نړۍ د سوداګریزو توکو او تېلو د لېږد لپاره له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي.

د حوثیانو پرمختګ په داسې وخت کې شوی چې د یمن په لویدیځ کې د حوثیانو او د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د حکومت د ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. رویټرز وايي، د جګړې د بیا پراخېدو وېره هم ډېره شوې ده.

د مخا نیول حوثیانو ته د باب‌المندب تنګي په شاوخوا کې لا ډېر پوځي او سمندري نفوذ ورکوي او د سره سمندرګي له لارې د نړیوالو سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ په اړه اندېښنې زیاتوي.

د سیمې روان کړکېچ د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو هم اغېز کړی دی. رویټرز وايي، د تېلو بیې د سیمې د سمندري لارو د امنیت په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته له ۱۰۰ ډالرو لوړې شوې دي.

رویټرز زیاتوي چې د باب‌المندب تنګي له لارې د نړۍ د تېلو د رسولو یوه د پام وړ برخه او د اسیا او اروپا ترمنځ ګڼ سوداګریز توکي لېږدول کېږي؛ له همدې امله د دې سیمې د اوږدمهاله ناامنۍ اغېز ښايي د یمن له پولو ډېر پراخ شي.

- Advertisment -spot_img