- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کرزی: افغانستان باید د ټولو لپاره هېواد وي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې افغانستان باید د ټولو افغانانو لپاره هېواد وي او طالبان او مخالفې ډلې باید د ګډ ژوند لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.

کرزي په یوه تازه مرکه کې ټینګار کړی چې نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکول د افغانستان د راتلونکي لپاره اړین دي. هغه ویلي، تر هغه چې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې وي، دی د طالبانو په اړه د مثبتې خبرې کولو لپاره دلیل نه لري.

نوموړي همداراز د ملي پخلاینې او د طالبانو او مخالفو ډلو ترمنځ د ګډ ژوند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ټول لوري افغانان دي او باید د هېواد د راتلونکي لپاره ګډه لار ومومي.

- Advertisment -spot_img