قطر یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د یوه فعال نړیوال شریک په توګه خپل رول ته دوام ورکړي او د منځګړیتوب، د خبرو اترو او اړوندو غونډو د جوړولو له لارې به د افغانستان په اړه د نړیوالې هوکړې د رامنځته کولو او د خبرو او همغږۍ لپاره د زمینې برابرولو هڅې وکړي.
د قطر دایمي استازولۍ دویم منشي عبدالله بن علي بهزاد دا څرګندونې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۶۳مې غونډې پر مهال د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره په ګډه ناسته کې کړې دي.
بهزاد ویلي، افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو لویو او پېچلو بشري کړکېچونو سره مخ دی او نږدې ۲۲ میلیونه کسان، چې د هېواد شاوخوا ۴۵ سلنه وګړي جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغه ویلي چې ناامني، کمزوری اقتصاد، د اقلیم بدلون، د خلکو بېځایه کېدل، د بشري مرستو د بودجې کمېدل، د میلیونونو افغان کډوالو بېرته ستنېدل، پر افغانستان روان بندیزونه او د هېواد د شتمنیو کنګل پاتې کېدل، د دغه کړکېچ کچه لا لوړه کړې ده.
د قطر استازي ویلي چې د خوړو د کمښت ګواښ له ۴.۷ میلیونو څخه ډېرو کسانو ته متوجه دی چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه یې ماشومان دي.
هغه ټینګار کړی چې د ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو، د زدهکړو ملاتړ د قطر له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. د هغه په وینا، قطر له سلګونو افغان ماشومانو سره د ایستلو په برخه کې مرسته کړې او هغوی ته یې د اوسېدو ځای، پالنه، رواني ملاتړ، خواړه او زدهکړې برابرې کړې دي.
بهزاد زیاته کړې چې د قطر د پراختیا صندوق او «Education Above All» بنسټونو له ۲۰۲۳ کال راهیسې د هغو ۳۰ زرو افغان زدهکوونکو د زدهکړو ملاتړ کړی چې له زدهکړو پاتې شوي دي.
هغه ویلي چې د قطر سرې میاشتې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې د زدهکړو له برخې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.
د قطر استازي همداراز ویلي چې د قطر خیریه بنسټ د قطر د پراختیا صندوق په مالي ملاتړ په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره د یوې ځانګړې روغتون او د داخله ناروغیو د څانګې د جوړولو او سمبالولو پروژه پلي کوي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)