سه شنبه, جولای 21, 2026
سه شنبه, جولای 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: د ایران پر وړاندې د جګړې هدف تهران ته د اټومي وسلو اجازه نه ورکول دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې د جګړې اصلي هدف دا دی چې تهران هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي. ټرمپ د شنبې په ماښام له «نیوز نېشن» شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې، د ایران د چارواکو د هغې پرېکړې په اړه چې د اسلام‌اباد د هوکړه‌لیک له مخې یې د خپلو ژمنو عملي کول درولي، وویل: «دا موضوع هېڅ اهمیت نه لري.» دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي اعلان وکړ چې امریکا د اسلام‌اباد د هوکړه‌لیک له مخې خپلې ټولې ژمنې ماتې کړې دي. غریب‌آبادي ویلي: «موږ هم د خپلو ژمنو عملي کول درولي او اوس یې نه پلي کوو، ځکه چې د هېواد په دفاع بوخت یو.» د امریکا او ایران ترمنځ د روانو پوځي نښتو او متقابلو بریدونو له امله، په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او د شخړې د پراخېدو اندېښنې هم لوړې شوې دي.

- Advertisment -spot_img