سه شنبه, جولای 21, 2026
سه شنبه, جولای 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

رویټرز: پاکستان له کوېټ سره د دفاعي هوکړې پر سر خبرې کوي

رویټرز د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان له کوېټ سره د یوې دفاعي هوکړې پر امکان خبرې کوي؛ داسې هوکړه چې د راپور له مخې به د انرژۍ د همکاریو او پانګونې د پراخېدو په بدل کې ترسره شي. د سرچینو په وینا، که څه هم دا خبرې لا هم په لومړنیو پړاوونو کې دي، خو د ایران او امریکا ترمنځ د روانو کړکېچونو له امله د دې هوکړې عملي کېدل له ګڼو سیاسي او امنیتي ننګونو سره مخامخ ښکاري. راپور زیاتوي چې پاکستان تېر کال له سعودي عربستان سره هم ورته دفاعي هوکړه کړې وه، چې له مخې یې پر سعودي عربستان هر ډول برید د پاکستان پر امنیت هم اغېز لرونکی ګڼل کېږي. په همدې حال کې، ځینې شنونکي اندېښنه څرګندوي چې که د پاکستان او کوېټ ترمنځ دا دفاعي هوکړه لاسلیک شي، ښايي د ایران او امریکا ترمنځ په روان کړکېچ کې د پاکستان د منځګړي رول پر بې‌طرفۍ پوښتنې راپورته کړي.

- Advertisment -spot_img