سه شنبه, جولای 21, 2026
سه شنبه, جولای 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عراقچي: د بندر خمير وژل شوي کسان بې‌ګناه وو؛ ايران به د هغوی وينه ضايع نه کړي

د ايران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د بندر خمير په پېښه کې د درېیو کسانو د وژل کېدو په اړه ویلي، چې دغه کسان د یوه پُل د تېرېدو پر مهال په نښه شوي او «په بشپړه توګه بې‌ګناه» وو. عراقچي ټينګار کړی چې ايران به اجازه ورنه کړي چې د دغو کسانو «وینه بې‌ځایه تویې» شي. هغه زیاته کړې: «ايران زموږ هېواد دی؛ له سوېله تر شمال او له ختيځه تر لوېديځه. موږ به د دې خاورې د هرې برخې دفاع تر وروستۍ سلګۍ پورې وکړو.» د ايران د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې کړې دي چې د بندر خمير په سيمه کې د درېیو کسانو د وژل کېدو راپورونه خپاره شول. تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

- Advertisment -spot_img