سه شنبه, جولای 21, 2026
سه شنبه, جولای 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایرنا: امریکايي پوځ په هرمزګان کې پل او د اورګاډي کرښه په نښه کړي

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی چې امریکايي پوځ د ایران پر ملکي زېربناوو بریدونه پیل کړي او د جمعې (۲۶ چنګاښ) د سهار په لومړیو ساعتونو کې یې د هرمزګان ولایت په بېلابېلو سیمو کې بریدونه کړي دي. د ایرنا د راپور له مخې، د هرمزګان ولایت د بندر خمیر ولسوالۍ پر لور د تګ په لاره کې د «کهورستان» پل په نښه شوی دی. راپور زیاتوي چې په دې برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د هرمزګان سیمه‌ییزو چارواکو هم دا پېښه تایید کړې ده. ایرنا همدارنګه ویلي چې د همدې ورځې په سهار د بندرعباس د اورګاډي د کرښې یو تقاطع هم په نښه شوی دی. تر اوسه امریکايي چارواکو د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي او دغه ادعاوې هم د خپلواکو سرچینو له لوري نه دي تایید شوې.

- Advertisment -spot_img