د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات به نن شپه او سبا پر ایران خپل پوځي بریدونه لا پسې زیات کړي او ښايي دغه عملیات له دوو تر درېیو اوونیو پورې دوام وکړي. ټرمپ د Hugh Hewitt راډیويي خپرونې سره په مرکه کې وویل، ایران کولای شي خپل ځینې دودیز توغندي وساتي، خو ټینګار یې وکړ چې تهران باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. هغه زیاته کړه، له ایران سره د تفاهم یادښت د ازموینې په توګه وړاندې شوی و، خو د ده په وینا، ایران ورته ژمن پاتې نه شو. د امریکا ولسمشر د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د خپلو اړیکو په اړه هم وویل، کله ناکله ورسره د نظر اختلاف لري او خپل دریځ ورته څرګندوي، خو په خبره یې، د دواړو اړیکې «ډېرې ښې» دي. ټرمپ په پای کې وویل: «ایرانیان یوازې خبرې کوي»، او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.



