د امریکا پوځ اعلان کړی چې د ایران له لوري په هرمز تنګي کې پر بېړیو له بریدونو وروسته، د درېیمې پرلهپسې شپې لپاره یې په ایران کې د پنځه ساعته پوځي عملیاتو لړۍ پای ته رسولې ده. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) له خوا د سهشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو عملیاتو د ایران د اسلامي جمهوریت ځواکونو ته درانه زیانونه اړولي او د دوی وړتیا به د بېګناه ملکي وګړو او سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د بریدونو لپاره کمه کړي. سنتکام ویلي، د دغو پنځه ساعته عملیاتو پر مهال امریکايي ځواکونو په ایران کې پر یو شمېر پوځي هدفونو بریدونه کړي، چې پکې بوشهر، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس شامل دي.



