ایران سپاه پاسداران ویلي، د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې د عملیاتو په درېیم پړاو کې د عمان د دُقم بندر هغه د ملاتړ او د تېلو رسولو تاسیسات په نښه کړي چې د امریکا د الوتکلرونکو بېړیو لهخوا کارېدل. سپاه ویلي، دغه تاسیسات یې ویجاړ کړي دي. په ورته وخت کې، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې د ایران پر ضد یې د بریدونو درېیم پړاو بشپړ کړی او شاوخوا ۱۴۰ پوځي هدفونه یې په نښه کړي دي. د سنتکام په وینا، په دغو هدفونو کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو اډې، سمندري تاسیسات، د مهماتو زېرمې، مخابراتي شبکې او ساحلي څارنیز مرکزونه شامل وو. سنتکام ویلي چې په تېرو درېیو شپو کې یې په ایران کې له ۳۰۰ څخه ډېر پوځي هدفونه په نښه کړي دي. د امریکا پوځ وايي، د دغو عملیاتو هدف د هرمز تنګي په سیمه کې د سوداګریزو بېړیو د ګواښلو وړتیا کمول دي



