چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: زر توغندي د ایران پر لور د توغولو لپاره چمتو دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې لیکلي، که ایران د هغه د ترور یا د ترور د هڅې ګواښ عملي کړي، نو زر توغندي له مخکې د ایران پر لور چمتو شوي او زرګونه نور به هم سمدستي وتوغول شي. ټرمپ زیاته کړې چې د امریکا وسله‌وال ځواکونه بشپړ چمتووالی لري او د اړتیا په صورت کې به د ایران پراخې سیمې د پوځي بریدونو هدف وګرځوي. دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ټرمپ پر ضد شعارونه او پلاکارډونه ولیدل شول؛ د «ټرمپ ووژنئ» شعار او هم هغه انځورونه چې ادعا کېږي د هغه د ترور لپاره د انعام اعلان پکې شوی و. د امریکا ولسمشر تر دې پیغام څو ساعته مخکې هم ویلي وو چې دی د ایران د ترور د هدفونو د نوملړ په سر کې دی. په همدی حال کي ، سي‌اېن‌اېن د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې اسرائیل د روانې اوونۍ په ترڅ کې امریکا ته داسې استخباراتي معلومات سپارلي چې له مخې یې د ایران اسلامي جمهوریت په دې وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ د ترور لپاره یو مشخص پلان جوړ کړی دی.

- Advertisment -spot_img