چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: ایران د خامنه‌یي د جنازې پر مهال د لنډمهالي اوربند غوښتنه کړې وه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران له واشنګټن څخه غوښتي وو چې د علي خامنه‌یي د جنازې د مراسمو پر مهال دې بریدونه ودرول شي. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) د ناټو د مشرانو غونډې په څنډه کې ادعا وکړه چې ایراني چارواکو ورته ویلي وو: «مهرباني وکړئ، د جنازې د مراسمو پر مهال موږ مه وژنئ.» د هغه په وینا، ایران د علي خامنه‌یي د جنازې د مراسمو لپاره د لنډمهالي اوربند غوښتنه کړې وه، او امریکا هم ډاډ ورکړی و چې د مراسمو پر مهال به ایراني چارواکي نه په نښه کېږي. هغه زیاته کړه چې امریکايي ځواکونو نه یوازې د ایراني چارواکو پر ضد هېڅ اقدام ونه کړ، بلکې د هغه په وینا، د جنازې مراسم یې هم خوندي کړل. ټرمپ ادعا وکړه چې د لنډمهالي اوربند له پای ته رسېدو وروسته، ایران یو ځل بیا توغندیز بریدونه پیل کړل او هڅه یې وکړه چې د سعودي عربستان او قطر څو بېړۍ په نښه کړي.

- Advertisment -spot_img