چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: ایران د خبرو د دوام غوښتنه کړې، خو اوربند پای ته رسېدلی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران له واشنګټن څخه د خبرو د دوام غوښتنه کړې او امریکا هم ورسره هوکړه کړې، خو ټینګار یې کړی چې د دواړو لورو ترمنځ اوربند نور پای ته رسېدلی دی. ټرمپ د جمعې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «د ایران اسلامي جمهوریت له موږ وغوښتل چې خبرې روانې وساتو. موږ یې غوښتنه ومنله، خو امریکا په بشپړ ډول هغوی ته څرګنده کړې چې اوربند نور پای ته رسېدلی دی.» د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د قطر او سعودي عربستان درې سوداګریزې د نفتو لېږدوونکې بېړۍ تر برید لاندې راغلې. له دغو بریدونو وروسته امریکا په ایران کې ځینې هدفونه په نښه کړل، او ایران هم د پنجشنبې په ورځ د خلیج د ګاونډیو هېوادونو دننه د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو په ترسره کولو غبرګون وښود. په همدې حال کې، رویټرز د یوې باوري سرچینې په حواله راپور ورکړی چې قطري چارواکو د جمعې په ورځ له ایراني چارواکو سره د کړکېچ د راکمولو په موخه لیدلي دي. د راپور له مخې، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ خوندیتوب هم د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه و. د وروستیو بریدونو له امله د هرمز تنګي له لارې د نفتو لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ کم شوی او د نفتو د لېږد د خوندیتوب او د نړۍ د انرژۍ بازارونو د ثبات په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. په ورته وخت کې، د ایران تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی چې یو قطري پلاوی تهران ته تللی دی. د شنونکو په باور، دغه سفر د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د قطر د ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده.

- Advertisment -spot_img