د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تهران خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شوی نه دی او ادعا یې کړې چې ایراني چارواکي «چل کوي او هوکړه ماتوي». ټرمپ زیاته کړې چې امکان شته امریکا د چهارشنبې شپې پر مهال یو ځل بیا پر ایران بریدونه وکړي. هغه همداراز ویلي چې سټیو ویتکاف او جرد کوشنر به د ایران اړوندې موضوع په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د ټرمپ څرګندونې په داسې مهال دي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا لا هم روانه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو اړیکو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.



