د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اوکراین او روسیه غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي او شخړه هواره کړي، او ډېر ژر به د اوکراین د جګړې په تړاو یو ښه پرمختګ رامنځته شي. ټرمپ ویلي، له روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې ډېرې ښې خبرې کړې دي. هغه د امریکا او ترکیې د اړیکو په اړه ویلي، ترکیه د امریکا یو پیاوړی ملګری هېواد دی او د انقرې له خوا د اف-۳۵ جنګي الوتکو د ترلاسه کولو په اړه هېڅ اندېښنه نه لري. ټرمپ د خپلو لوېدیځو ملګرو هېوادونو پر دریځ نیوکه کړې او ویلي یې دي، کله چې امریکا له ایران سره په جګړه کې ښکېله شوه، د ناټو سازمان هغه ناهیلی کړ.



