چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

قالیباف: له امریکا سره سوله نه لرو او اسرائیل به په رسمیت ونه پېژنو

محمدباقر قالیباف، د ایران د اسلامي شورا د مجلس مشر، د حماس د سیاسي دفتر د رهبرۍ شورا له مشر محمد دروېش سره په لیدنه کې ویلي، ایران له امریکا سره د سولې په حالت کې نه دی او اسرائیل به هېڅکله په رسمیت ونه پېژني. قالیباف د ایران او امریکا ترمنځ د روانې هوکړې د پلي کېدو په اړه وویل، د دې هوکړې عملي کول «سخت، خو شوني» دي. هغه زیاته کړه چې سیاسي خبرې او دیپلوماتیکې هڅې باید پوځي شخړې ته د پای ټکی کېږدي او د ایران د سیمه‌ییزو ملګرو لاسته راوړنې وساتي او لا پیاوړې کړي. د هغه په وینا، تهران په روانو خبرو کې د سیمې د هېوادونو د خاورې بشپړتیا پر ساتنې او د خپلو ملګرو ډلو پر ضد د جګړې پر درولو ټینګار کړی، او دغه ټکي د هوکړې په متن کې هم ځای پر ځای شوي دي. د ایران د مجلس مشر وویل: «موږ له مسلمانانو او د مقاومت له جبهې ملاتړ کوو. که اړتیا وي، په توغندیو به مرسته وکړو، او که سیاسي فشار ته اړتیا وي، هغه به د خبرو اترو له لارې واچوو.» دا څرګندونې په داسې مهال شوې چې ایران او امریکا په سویس کې د جګړې د پای ته رسېدو د هوکړې د پلي کېدو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکوي، او د دواړو لورو چارواکو منلې چې د دې هوکړې عملي کول له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

- Advertisment -spot_img