چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: که اوس پر ایران برید وکړو، د خبرو اترو لپاره به نور هېڅوک پاتې نه شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو بهیر د ایران د پخواني مشر علي خامنه‌يي د جنازې د مراسمو له امله د یوې اوونۍ لپاره ځنډول شوی دی. ټرمپ د شنبې په ورځ، د جولای په ۴مه، له اکسیوس سره په مرکه کې وویل: «ټول اوس هلته دي. دا یوازې د یوې ډزې خبره ده، خو موږ دا کار نه کوو، ځکه که اوس برید وکړو، د خبرو اترو لپاره به نور هېڅوک پاتې نه شي.» هغه، پرته له دې چې نور معلومات ورکړي، ټینګار وکړ چې دا ځنډ لنډمهالی دی او د خامنه‌يي د جنازې له مراسمو سره تړاو لري. د امریکا ولسمشر د جنازې له مراسمو څخه د خپرو شویو انځورونو په اړه وویل چې د خلکو پراخ ګډون او د هغوی ژړا ورته د حیرانتیا وړ وه. هغه وویل: «ما فکر کاوه چې خلک ترې کرکه لري. ښايي دا ژړا هم مصنوعي وي.» ټرمپ په دې مرکه کې ونه ویل چې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې اترې به څه وخت بېرته پیل شي او نه یې هم د راتلونکو خبرو اترو د موضوعاتو په اړه نور معلومات ورکړل.

- Advertisment -spot_img