د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د لارو چارو پر موندلو ټینګار کړی دی. د کرملین سلاکار یوري اوشاکوف رسنیو ته ویلي، چې دا موضوع د دواړو ولسمشرانو د نږدې ۹۰ دقیقو ټیلیفوني خبرو پر مهال یاده شوې ده. رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۴مه، د اوشاکوف له قوله راپور ورکړی چې ټرمپ د جګړې د «ژر پای ته رسېدو» او د روان ناورین د هواري لپاره د عملي لارو چارو د موندلو وړاندیز کړی دی. د راپور له مخې، پوتین ټرمپ ته د جګړې د ډګر د روان وضعیت په اړه مالومات ورکړي او ویلي یې دي: «د روسیې وسلهوال ځواکونه په ډاډه توګه مخته روان دي او سیمې یوه په بلې پسې تر خپلې ولکې لاندې راولي.» ټرمپ له پوتین سره تر خبرو څو ساعته مخکې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره هم ټیلیفوني خبرې کړې وې. د دواړو مشرانو د خبرو اصلي موضوع د اوکراین جګړې ته د پای ټکی اېښودل وو. زېلېنسکي له ټرمپ سره تر خبرو وروسته ویلي دي: «د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتینی فرصت شته، او د امریکا ټینګ هوډ به په دې برخه کې ډېر مهم رول ولوبوي.»



