شنبه, جولای 4, 2026
شنبه, جولای 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مهاجرفراهی: د ژورنالېزم د زده‌کړو د پیاوړتیا لپاره د لا زیات ملاتړ ژمنه وکړه

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال، مولوي حیات‌الله مهاجر فراهی، د پروان پوهنتون له رئیس، مولوي ډاکټر محمد عزیز کاظم، سره په لیدنه کې د ژورنالېزم د زده‌کړو او د هېواد د رسنیو د سکټور د پیاوړتیا لپاره د لا زیات ملاتړ ژمنه وکړه. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سې‌شنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د ژورنالېزم د تخصصي زده‌کړو د پراختیا، د ژورنالېزم د محصلینو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او علمي سرچینو ته د هغوی د لاسرسي د ښه کولو په اړه خبرې وشوې. د خبرپاڼې له مخې، مولوي مهاجر فراهی وویل، د هېواد د رسنیو د سکټور پیاوړتیا د تخصصي زده‌کړو له پراختیا، د ژورنالېزم د محصلینو د مسلکي وړتیاوو له لوړولو او علمي سرچینو ته د لاسرسي له ښه کولو سره تړاو لري. هغه زیاته کړه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت به په دې برخه کې له لوړو زده‌کړو او علمي بنسټونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

- Advertisment -spot_img