د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) ویلي چې د پاکستان د ساحلي ساتونکو پر یوه کمپ یې د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ د جیواني په سیمه کې برید کړی دی. دغه وسلهوالې ډلې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه برید کې له ۳۰ څخه زیات امنیتي سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.



