سیاسي شنونکي احمد سعیدي په خپلې فېسبوکپاڼه خپره کړې شننه کې ویلي، د علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د پلاوي او د دې ډلې د یو شمېر مخالفو څېرو هممهاله بلنه یوازې تشریفاتي یا ډیپلوماټیک ګام نه و، بلکې د افغانستان او سیمې د راتلونکو بدلونونو په اړه مهم سیاسي او ستراتیژیک پیغامونه لري. د هغه په وینا، د ملا عبدالغني برادر او امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د پلاوي ترڅنګ، د احمد مسعود او محمد محقق ګډون ښيي چې تهران لا هم د افغانستان له ټولو اغېزناکو لورو سره د اړیکو د ساتلو تګلاره تعقیبوي او خپلې اړیکې یې یوازې تر طالبانو نه دي محدودې کړې. سعیدي وایي، دا تګلاره د ایران هغه هڅه څرګندوي چې د افغانستان له بېلابېلو سیاسي، قومي او اغېزناکو بهیرونو سره خپلې اړیکې وساتي، څو که په راتلونکي کې بدلونونه رامنځته شي، خپل سیاسي نفوذ او دریځ خوندي وساتي. د هغه په اند، د طالبانو او د هغوی د مخالفانو هممهاله بلنه دا پیغام هم لري چې ایران، لږ تر لږه په ظاهره، ځان د افغانستان د کوم ځانګړي سیاسي لوري یوازینی ملاتړی نه ګڼي، بلکې هڅه کوي له ټولو مهمو لورو سره اړیکې او راشهدرشه ولري. سعیدي زیاتوي، له طالبانو سره د مخالفو ډلو د اړیکو ساتل د ایران لپاره د سیاسي فشار یوه وسیله هم ده، څو که د پولې د امنیت، د اوبو د حق، د کډوالو د وضعیت یا نورو ګډو ګټو په اړه له طالبانو سره اختلاف رامنځته شي، تهران نور سیاسي انتخابونه هم ولري. هغه همدارنګه ویلي، دا ګام ښيي چې ایران د افغانستان سیاسي راتلونکی لا هم پرانیستی او د بدلون په حال کې ویني او له ټولو اغېزناکو لورو سره د اړیکو ساتل د راتلونکي لپاره یوه سیاسي پانګونه ګڼي. سعیدي په پای کې ویلي، د طالبانو او د هغوی د مخالفانو هممهاله بلنه د افغانستان په اړه د ایران د اوږدمهالې تګلارې برخه ده؛ هغه تګلاره چې له ټولو لورو سره د اړیکو پر ساتلو، پر یوه لوري د نه تکیې، د سیاسي خوځښت د پراخولو او د افغانستان په راتلونکو بدلونونو کې د خپل نفوذ پر ساتلو ولاړه ده



