چهارشنبه, جولای 1, 2026
چهارشنبه, جولای 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبان: په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویلي چې د افغانستان هوايي ځواکونو د پاکستان د بلوچستان او خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې پر څو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي. د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د چهارشنبې په شپه د چنګاښ ۱۰مه د بلوچستان د پښین ولسوالۍ د سرنان په سیمه کې د داعش او هغو کسانو یو ګډ مرکز په نښه شوی چې وزارت یې «بدمرغه او ورانکاري عناصر» بولي. د دفاع وزارت په وینا، له دغه مرکزه په افغانستان کې د ورانکارو کړنو او بریدونو پلان جوړېده او همدارنګه د هغو بریدونو همغږي کېده چې ملکي افغانان پکې په نښه شوي وو. په خبرپاڼه کې راغلي چې د خېبرپښتونخوا د قمبرخېل په سیمه کې د داعش یو بل مرکز او د چترال د شاه سلیم، درې چینې ګرمو اوبو په سیمه کې د داعش او «بدمرغو او ورانکارو عناصرو» یو ګډ مرکز هم د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي. د دفاع وزارت ویلي، دغه مرکزونه په افغانستان کې د ورانکارو فعالیتونو او پر ملکي وګړو د بریدونو د پلان جوړونې او همغږۍ لپاره کارېدل. د وزارت د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د داعش غړو، بدمرغو او ورانکارو عناصرو او د هغوی ملاتړو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د وزارت په وینا، بریدونه په لوړ دقت ترسره شوي او ملکي وګړو ته پکې هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی. د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان هوايي ځواکونه به هر هغه ځای په نښه کړي چې د افغانستان د امنیت د ګډوډولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

- Advertisment -spot_img