د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او پاکستان څخه غوښتنه کړې چې روانې وسلوالې شخړې پای ته ورسوي او خپلې اختلافات د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. دغه وزارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دې نښتو تر ټولو زیانمن اړخ ولسي وګړي دي.



