د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په دوام، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ ویلي چې د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د کویټ د «علي السالم» هوايي اډه او د بحرین په سلمان بندر کې د امریکا د سمندري ځواکونو قرارګاه د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې ده. د ایران د رسمي رسنیو لکه ایرنا او تسنیم د راپورونو له مخې، دا بریدونه د امریکا د ځواکونو له لوري د ایران پر پنځو ساحلي سیمو د بمبارۍ په ځواب کې ترسره شوي دي. په همدې حال کې، یوه امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي چې د ایران په بریدونو کې تر اوسه د امریکايي ځواکونو په منځ کې د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی او د امریکا نظامي تاسیساتو ته د پام وړ زیان نه دی اوښتی. له بلې خوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) ویلي چې د یوه تجارتي بېړۍ د راپور شوي برید وروسته یې په ایران کې پر ځینو هدفونو نوي پوځي عملیات ترسره کړي دي. هممهاله، د ایران کورنیو رسنیو په سیریک ښار کې، چې د هرمز تنګي ته نږدې موقعیت لري، د څو چاودنو راپور ورکړی دی. دا بدلونونه د سیمې د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي، په ځانګړي ډول د فارس خلیج د لا زیاتې بېثباتۍ او د نړیوالو سمندري لارو د خوندیتوب له پلوه.



