یکشنبه, جون 28, 2026
یکشنبه, جون 28, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کويټه کې د کابل‌جان رېسټورانټ مالک په وسله‌وال برید کې ووژل شو

محمدهاشم نورزی، د کابل‌جان رېسټورانټ مالک، د شنبې په ورځ، د جون په ۲۷مه، د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، نامعلومو وسلوالو د شنبې په سهار هغه مهال پر نورزي ډزې وکړې، کله چې نوموړی ښار ته داخلېده. په دې برید کې نورزی ځای پر ځای وژل شوی او بریدګر له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي. پاکستاني پولیسو د پېښې د انګېزې او د عاملانو د پېژندلو لپاره پلټنې پیل کړې دي، خو تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. همدارنګه، د بلوچستان ایالتي چارواکو د دې پېښې د جدي څېړنې امر کړی دی.

- Advertisment -spot_img