د ننګرهار ولایت د طالبانو ځايي چارواکي وایي چې د تورخم سرحدي دروازه له دوو ورځو تړل کېدو وروسته یو ځل بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر مخ پرانیستل شوې ده. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبرونو آمر، قریشي بدلون، ویلي چې دغه دروازه د شنبې په ورځ، د سرطان په ۶مه، د کډوالو پر مخ بېرته پرانیستل شوه. د هغه په وینا، پاکستان د محرم د مراسمو د ترسره کېدو له امله د تېرو دوو ورځو راهیسې دغه دروازه د هر ډول تګراتګ پر مخ تړلې وه. د تورخم دروازه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو شمېر نورې پولې د تېر زېږدیز کال د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته تړل شوې دي. اوس مهال یوازې له پاکستان څخه ایستل شوي کډوال د دغو لارو د کارولو اجازه لري، او د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول لېږد رالېږد، سوداګري او د ځمکې له لارې تګراتګ لا هم درېدلی دی.



