چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ولې د امریکا د ولسمشر مرستیال ،عاصم منیر له خپلې مېرمنې سره پرتله کړ؟

د امريکا د ولسمشر مرستيال هغه څرګندونې، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير په اړه يې کړې، پراخ غبرګونونه راپارولي دي. هغه وويل: «زه په خپل ژوند کې دوه ډېر مهم کسان لرم، يو هندي او يو پاکستانی؛ هندي زما مېرمن ده، او پاکستانی عاصم منير دی.» دغه څرګندونې په ټولنيزو رسنيو او د پاکستان په سياسي کړيو کې پراخ انعکاس موندلی او دا پوښتنه يې راپورته کړې چې ولې د امريکا مرستيال ولسمشر عاصم منير له خپلې مېرمنې سره پرتله کړی دی. د راپورونو له مخې، د امريکا د مرستيال ولسمشر مېرمن د امريکا تبعه ده او هندي ريښې لري. همدارنګه ويل کېږي چې د پاکستان يو شمېر حکومتي چارواکو دغه څرګندونې هرکلی کړې، خو د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کاروونکو او پاکستانيانو دا ډول پرتله نامناسبه بللې او پرې يې منفي غبرګون ښودلی دی.

- Advertisment -spot_img