د بشري حقونو بنسټ ههنګاو ویلي چې په ایران کې درې افغان وګړي د مخدره موادو اړوند جرمونو په تور اعدام شوي دي. د دغه بنسټ د راپور له مخې، د یکشنبې ورځې د غبرګولي ۳۱مه سهار وختي د افغانستان د دوو وګړو، میرویس خلیلزاده او ابراهیم احمدشاهي، د اعدام حکم د شیراز ښار د عادلآباد په زندان کې او د یوه بل افغان وګړي، همایون نورزي، د اعدام حکم د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ښار په مرکزي زندان کې تطبیق شوی دی. ههنګاو ویلي چې میرویس خلیلزاده، د ننګرهار ولایت اوسېدونکی، شاوخوا دوه کاله مخکې او ابراهیم احمدشاهي، د خوست ولایت اوسېدونکی، شاوخوا یو کال مخکې په جلا دوسیو کې د مخدره موادو اړوند جرمونو په تور نیول شوي وو او وروسته د قضايي بهیر له بشپړېدو وروسته د اعدام په سزا محکوم شوي وو.



