چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

احمد الشرع د لبنان په اړه د ټرمپ د پوځي وړاندیز رد کړ

د سوریې سرپرست ولسمشر احمد الشرع د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې د سوریې پوځ دې په لبنان کې د حزب‌الله پر ضد عملیات ترسره کړي. هغه د یکشنبې په ورځ د «المشهد» شبکې په خپره شوې مرکه کې ویلي چې سوریه په لبنان کې د پوځي لاسوهنې نیت نه لري او پر اقتصادي اړیکو تمرکز کوي. الشرع ویلي چې دمشق له لبنان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخولو ته لومړیتوب ورکوي او باور لري چې دا لاره د ثبات سبب کېدای شي. دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې ټرمپ ویلي وو د سوریې پوځ کولای شي په لبنان کې د حزب‌الله پر ضد عملیات وکړي؛ هغه وړاندیز چې د دمشق له سخت مخالفت سره مخ شوی دی.

- Advertisment -spot_img