د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران یو پلاوی د شنبې ماښام، د بورګناشتوک په استوګنځي کې د خبرو اترو له پیل مخکې دغه هېواد ته داخل شوی دی. دا خبرې اترې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د لومړني هوکړهلیک د پلي کولو په اړه ترسره کېږي. د سویس د بهرنیو چارو وزارت په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې ویلي چې د ایران د پلاوي هرکلی کوي او زیاتوي چې دا مذاکرات د هغه لومړني هوکړهلیک د پلي کېدو د بهیر برخه ده چې له امریکا سره لاسلیک شوی دی. د ایران رسمي خبري اژانس «ایرنا» هم سویس ته د ایرانی پلاوي د رسېدو پخلی کړی دی.



