د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو پلاوی له امریکايي استازو سره د خبرو لپاره سویس ته سفر کړی دی. د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه پلاوي مشري د ایران د ولسي جرګې رئیس محمدباقر قالیباف کوي. په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د ستراتیژیکو چارو د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مرستیال علي باقري کني، د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي او یو شمېر نور ایراني چارواکي شامل دي. تر دې وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي وو چې دا سفر د «خبرو اترو» د دوهم پړاو د پیل په معنا نه دی، بلکې د ژمنو د تعقیب او پلي کولو په چوکاټ کې ترسره کېږي



