چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا پوځ د هرمز تنګي د تړل کېدو راپور رد کړ

د امریکا متحده ایالاتو پوځ وایي د سپاه پاسداران له لوري د هرمز تنګي د تړل کېدو ادعا سمه نه ده او دا ستراتیژیک سمندري لاره لا هم پرانستې او فعاله ده. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویاند ټیم هاوکینز رویټرز ته ویلي: «ایران د هرمز تنګي کنټرول نه لري.» هغه زیاته کړې: «د کښتیو تګ راتګ روان دی او امریکایي ځواکونه وضعیت په دوامداره توګه څاري څو د جریان د ثبات ډاډ ترلاسه کړي.» دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې څو ساعته وړاندې د خاتم‌الانبیا قرارګاه اعلان کړی و چې د هرمز تنګی یې تړلی دی او د سپاه سمندري ځواک له بېړیو غوښتي چې دې اوبو ته نږدې نه شي. اوسني راپورونه ښيي چې د کښتۍ چلونې خپلواکې ادارې هم د تګ راتګ د دوام خبر ورکوي او سیمه د نظامي او سمندري څار لاندې ده

- Advertisment -spot_img