د طالبانو استخباراتي رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکوي چې نامعلومو وسلهوالو د خیبرپښتونخوا د قمبړخېل په سیمه کې د داعش خراسان پر مرکزونو مرګوني بریدونه پیل کړي دي، خو د اوښتو تلفاتو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي. بل لور ته، د طالبانو د دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي وه چې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې یې د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي. دغه وزارت ویلي و چې یاد مرکزونه د افغانستان پر ضد د امنیتي ګواښونو په پلانونو کې ښکېل دي او خبرداری یې ورکړی و چې له دې وروسته به هر ډول امنیتي ګواښ د ټولو ممکنه لارو له منځه وړل کېږي.



