خاتمالانبیا قرارګاه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هرمز تنګی به د کښتیو پر مخ وتړل شي. په دې خبرپاڼه کې د دغې پرېکړې لاملونه د جګړې د پای ته رسېدو د هوکړهلیک د لومړۍ مادې په پلي کېدو کې د متحده ایالاتو «څرګنده ژمنه ماتونه او د تړون سرغړونه»، په سویلي لبنان کې د اسرائیل له لوري «پرلهپسې د اوربند سرغړونه»، او د لبناني وګړو «پراخه وژنه او بېځایه کېدل» بلل شوي دي. د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړهلیک د لومړۍ مادې له مخې، دواړو لورو ژمنه کړې وه چې په ټولو جبهو، د لبنان په ګډون، د پوځي عملیاتو سمدستی او دایمي پای اعلان او عملي کړي. خاتمالانبیا قرارګاه همداراز ویلي چې له سویلي لبنان څخه د اسرائیلي ځواکونو «نه وتل» د دې پرېکړې له نورو لاملونو څخه دي. یادې قرارګاه ټینګار کړی چې د هرمز تنګي تړل «د دښمن د ژمنو ماتولو پر وړاندې د غبرګون لومړی ګام» ګڼل کېږي.



