جمعه, جون 19, 2026
جمعه, جون 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان برېښنا شرکت له ایراني شرکتونو سره د برېښنا او انرژۍ په سکتور کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس، ملا عبدالحق همکار، په کابل کې د ایران د «ایران ترانسفو» او «مبنا» شرکتونو له مسوولینو سره د انرژۍ او برېښنا سکتور د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د برېښنا د تولید، د برېښنا لېږد او وېش شبکو پراختیا، او د برېښنا اړوندو تجهیزاتو په برخو کې د پانګونې او همکاریو پر فرصتونو بحث شوی دی. دواړو لورو د افغانستان د برېښنايي زیربناوو د پیاوړتیا، د تخنیکي همکاریو د پراختیا او د انرژۍ په برخه کې د خصوصي سکټور د ونډې پر اهمیت هم خبرې کړې دي. افغانستان لا هم د خپلې اړتیا وړ د برېښنا یوه لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي، او د کورني تولید د زیاتوالي لپاره د پانګونې جلبول د هېواد د انرژۍ سکتور له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

- Advertisment -spot_img