ایران یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې هر ډول د اسرائیل برید پر لبنان به د تهران او واشنګټن ترمنځ د شوی تړون نقض وګڼل شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د تهران له نظره د دې تړون اړخونه له یوې خوا ایران او حزبالله او له بلې خوا متحده ایالات او اسرائیل دي. هغه ټینګار کړی چې په لبنان کې د جګړې پای یوازې د اشغال د بشپړ پای ته رسېدو سره ممکن دی او د اسرائیل هر ډول برید یا په اشغال شوو سیمو کې نظامي حضور د دې تړون سرغړونه بلل کېږي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې اسرائیل ویلي، په جنوبي لبنان کې د خپلو ځواکونو پر لور د وسلهوالو کسانو د نږدې کېدو په ځواب کې یې بریدونه کړي دي. بل لور ته حزبالله ویلي چې د اسرائیلي ځواکونو پر ضد یې توغندي او بېپیلوټه الوتکې توغولي دي.



