جمعه, جون 19, 2026
جمعه, جون 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: د ایران سره تړون بشپړ شو؛ د هرمز تنګی به بېرته پرانیستل شي

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ تړون «اوس بشپړ شوی» او وروستي پړاوونه یې هم پای ته رسېدلي دي. ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیال » کې په خپور کړي پیغام کې ویلي چې د دې تړون له عملي کېدو سره به د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ لپاره د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو بهیر پیل شي او د امریکا سمندري محاصره به هم پای ته ورسېږي. هغه په خپل پیغام کې لیکلي: «له ایران سره تړون اوس بشپړ شوی دی. ټولو ته مبارکي وایم.» نوموړي همدارنګه ویلي چې د هرمز تنګي له لارې به د نفتو ازاد لېږد بېرته پیل شي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې راپورونو تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو میاشتو کړکېچونو او شخړو د پای ته رسولو لپاره د یوه توافق د نږدې کېدو خبر ورکړی و. د راپورونو له مخې، په دې تړون کې د پوځي عملیاتو درول، د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو پیل شامل دي.

- Advertisment -spot_img