انوارالحق کاکر ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالی د دواړو هېوادونو په زیان دی او د تاوتریخوالي کمول د ګډې ګټې لپاره ضروري دي. هغه د افغانستان په حکومتونو کې د پاکستان ضد ذهنیت ته اشاره کړې او دا یې د ستونزو له اصلي عواملو بللی دی. هغه ټینګار کړی چې د دغو اختلافونو حل نه یوازې د پاکستان، بلکې د افغانستان او خلکو په ګټه هم دی. د هغه په وینا، افغانستان باید خپلې پولې او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي او هم مهاله داخلي یووالی او ښه حکومتداري پیاوړې کړي. کاکر همدارنګه ویلي چې د سرحدي پراختیا «بېاساسه خوبونه» د دولت سرچینې ضایع کوي، او د افغانستان د راتلونکي لپاره تر ټولو مهمه موضوع د ثبات او ادارې ښه والی دی. هغه بیا ټینګار کړی چې پاکستان د افغانستان په داخلي سیاستونو کې د مداخلې نیت نه لري او د کابل د هر ډول نظام په اړه بېطرفه دی، په داسې حال کې چې د اسلاماباد اساسي تمرکز د حاکمیت درناوی او امنیتي ثبات دی.



